دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دډاډګيرنې او خواخوږي پيغام .
په زياتي خواشيني سره مې خبر ترلاسه کړ دچې دهيواد يوه فرهنګ دوسته او روښانفکره ميرمن کبراحسيني دهغي ناروغي له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شوه
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاده کبرا حسيني يوه پوهه او داسلامي عرفان يوه مينه واله ميرمن وه ، دمولاناجلال الدين بلخي اثار يې خوښ و .
هرکال يې په خپل کور کې دمولانا په باب غونډه جوړوله ددې خدمتونه دستايلو وړ دى اومړينه يې ضايعه ده .
دخپلې ډاډګيرنې او خواخوږي مراتب دارواښاد ي کورني او دوستانو ته څرګندوم او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه ارواښادې ته دفردوس جنت او پاتې کسانو ته دجميل صبر هيله کوم .