خبرونهTOPټولنه

له پاکستان او ایران څخه څه باندې ۳ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي

کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې پرون او نن له پاکستان او ایران څخه ۳ زره ۷۱ افغانان په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې نن له ایران څخه د هرات د اسلام قعلې بندر له لارې ۱۸۳۵ افغانان په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي چې له ډلې یې یو شمېر کسان د مرستو د ترلاسه کولو په موخه مرستندویه بنسټونو ته ور پېژندل شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې پرون له پاکستان څخه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۱۲۳۶ تنه په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي او د ټاکل شويو کمېټو له لوري مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته