سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

له مسلمان ماشوم څخه وېره؛ لویدیځ پېاوړې تګلارې پلې کوي

تبصره

خبر دی، چې د غزې په روانه جګړه کې تر ۱۲ زره ډېر ماشومان شهیدان شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

چې دومره شهیدان او ټپیان شوي، طبیعي خبره ده، چې سلګونه زره نور وېرېدلي، ډول ډول روغتیایي ستونزو سره مخ دي او دغه راز له زده کړو بې برخې شوي دي.

دغه ټولې ستونزې صهیونست پوځونو د امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو په مرسته جوړې کړې دي او لا هم په ډېرې سپین سترګۍ دوام ورکوي.

لویدیځ والو دغه ستونزې د دوه لسیزو او په یو حساب د څلورو لسیزو لپاره د افغان ماشومانو پر وړاندې هم جوړې کړې وې او د افغانستان سربېره په نوره نړۍ کې هم د مسلمانو ماشومانو پر وړاندې ستونزې جوړوي او خپل دغه عمل ته دوام ورکوي.

د مسلمان ماشوم د وژلو او زورولو له لارې دوی غواړي تر څو مسلمانان له تعلیم او پرمختګ څخه لرې وساتي او پرېنږدي، چې د نړۍ راتلونکی قدرت د مسلمانانو په لاس کې وي او له دې څخه سخته وېره لري.

ځکه تاریخ ثابته کړې، چې که مسلمان په ارامه پرېښودل شي، نو پرمختګونه کوي او که اوسني حالت ته په کتو ارامه برېښودل شي، یقیني خبره ده، چې د نړۍ پرمختللې ټکنالوژي، بېلابېلې وسلې او نور مهمات به په اسلامي نړۍ کې جوړیږي او کله چې دا هر څه د مسلمان شي، نو طبعاً کفري نړۍ شاته پاتې کیږي او ښه ورځ نه شي لیدلی، هغه څه چې لویدیځ او نوره کفري نړۍ یې نه غواړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته