خبرونهاقتصادTOP

له ترکمنستان سره د نورالجهاد سب سټېشن او د برېښنا رالېږد پراختیايي پروژې په اړه ګډه ناسته وشوه

کابل، د کب ۲۰مه، باختر
د افغانستان برېښنا شرکت او د ترکمنستان هېواد نړیوالو تخنیکي پروژو مسوول او سفارتي استازو تر منځ د نورالجهاد سب سټېشن او د برېښنا رالېږد پراختیايي پروژې په اړه ګډه ناسته وشوه.
د هرات نورالجهاد سب سټېشن او له ترکمنستان څخه د برېښنا رالېږد پراختیايي پروژې په اړه د تېر په دوام دې ناسته کې د اړتیا وړ تجهیزاتو رالېږد، د پروژې پاتې چارو بشپړولو لپاره د مودې غځولو، کاري بهیر چټکتیا او د بشپړو شویو برخو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او معلومات وړاندې شول.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي څانګو تر منځ له تخنیکي بحثونو وروسته وروستۍ پایله له ترکمن لوري سره شریکه او د یادو مواردو په اړه به ګډ پروتوکول چمتو او لاسلیک شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته