خبرونهنړۍ

شمالي کوریا درې نور بالسټیک توغندي توغولي

نړۍ, د کب ۲۸ مه, بهرنۍ رسنۍ
د جاپان کیوډو خبري اژانس د دغه هېواد دفاع وزارت له ادرسه خبر ورکړی، چې شمالي کوریا نن دوشنبې سهار وختي درې بالسټیک توغندي توغولي، چې د ۵۰ کیلو متره په لوړوالي یې ۳۵۰ کیلو متره واټن وهلی دی.
جاپاني چارواکو ویلي، چې دغه توغندي د کوریا ټاپووزمې له ختیځ ساحل څخه توغول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن جنوبي کوریا ته سفر کړی دی.
شمالي کوریا وروسته تر هغې خپل پوځي تحرکات زیات کړي، چې امریکا او سیمه کې ځینو متحدینو یې لکه جاپان او جنوبي کوریا پر ځمکه او سمندر کې پوځي تمرینات پر لاره واچول او ګډ پوځي تمرینات یې ترسره کړل.
ورته وخت کې د شمالي کوریا پوځ د کال تر ټولو لوی نظامي تمرینات هم پر لاره اچولي دي، چې خپله مشر کېم جونګ اون یې رهبري کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته