کابل/ دلړم ٢٢ مه / باختر
په ننګرهار کې ٢٠ تنه په تروريستي اوجنايي جرمونوکې د لاس لرلو په تور ونيول شول.
د ننګرهار د ملي امنيت منسوبين وايي چې دغه کسان په وروستۍ يوه اوونۍ کې د عملياتو او د پلټنې په بهيرکې د جلال اباد له ښار او له يوشمېر ولسواليو څخه ونيول شول.
له نيول شويو کسانو څخه وسلې ، نشه يي توکي اوغلا کړى شوي مالونه ترلاسه شوي دي.
د ننګرهار د والي مرستيالې حبيبې کاکړ باختر اژانس ته وويل چې نيول شوي کسان انسان تښتوونکي ، د نشه يي توکو قاچاق وړونکي، او د وسله والوطالبانو او د اعشيانو د ډلوغړي دي.
هغه وويل: د نيول شويو کسانو دوسيې عدلي اوقضايي بنسټونوته لېږل شوي دي.
ختم_ ج _اکرم