خبرونهنړۍ

سره بحیره کې د اسرایلو او برټانیا بېړۍ په نښه شوي

بهرنۍ رسنۍ، د وري ۲۰مه، بهرنۍ رسنۍ 

د ایران تسنیم خبري اژانس د یمن حوثي وسلوالو د یوې خبر پاڼې په حواله خبر ورکړی، چې دغې ډلې د فلسطیني جهادي ډلو څخه د ملاتړ په هدف یوه انګلیسي او دوه اسرایلي کېښتۍ او یو شمېر امریکایي پوځي بېړۍ په نښه او ویشتې دي.

حوثي ډلې ویلي، چې کېښتۍ یې د کروز او بالیستیک مزایلو پر مټ او امریکایي پوځي بېړۍ یې د بې پیلوټه الوتکو په واسطه په نښه کړې دي.

دغې ډلې خبرداری ورکړی، چې د غزې تر بشپړې ازادۍ او دغه راز د اسرایلو او فلسطیني جهادي ډلو ترمنځ د روانې مرګونې جګړې تر پای ته رسېدو پورې به خپلو دغه ډول بریدونو ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته