خبرونهاقتصادTOP

زابل کې صنعتي پارک جوړېږي

کابل، د مرغومې ۲۴مه، باختر
زابل د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی، چې د کرنې په برخه کې مهم تولیدات لري او اوس تازه د اسلامي امارت له لوري پکې د اقتصادي پیاوړتیا او سوداګرۍ ښه کولو په موخه صنعتي ښارګوټی جوړیږی.
د دغه ولايت دصنعت او سوداګرۍ ریاست رئيس مولوي محمد نذير حمزه وايي د سوداګرۍ او ښو تولیداتو وړاندې کولو په موخه غواړي، چې زابل کې پر ۳۰۰ جریبه صنعتي ښارګوټی جوړ کړي، چې د ولایت په کچه به پکښې زیاته پانګونه وشي.
په همدې حال یو شمېر زابل مېشتي سوداګر د خوښي په څرګندولو سره وايي، چې د دغه ښارګوټي په جوړېدو سره به زابل کې سوداګري وده وکړي او اقتصادي وضعيت به يې وغوړ ېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته