سیاستخبرونهTOP

ذبيح الله مجاهد: ‏د بشري وضعیت په اړه د ریچارد بنټ راپور د اسلامي امارت پر وړاندې د پروپاګند کولو هڅه ده

کابل، د کب ۱۱مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت وياند، په هېواد کې د بشري وضعیت په اړه د ریچارد بنټ وروستی راپور، د اسلامي امارت پر وړاندې د پروپاګند کولو هڅه بللې ده.
د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله «اکس» ټولنيزه شبکه کې ليکلي دي: ‏”د بشري وضعیت په اړه د ریچارد بنټ راپور بیا هم د اسلامي امارت پر وړاندې د پروپاګند کولو هڅه ده.”
د مجاهد په وينا د پخوا په نسبت، اوسمهال ټول افغانان ښځې او نارینه په مراتبو، فزیکي، مالي او روحي مصئونیت لري؛ څوک د چا په حق تجاوز نشي کولای؛ هر وګړی د خپلو شرعي حقوقو خاوند دی او په امن کې ژوند کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته