خبرونهامنیت

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو منسوبینو په کابل کې یو شمېر وسلې کشف او ترلاسه کړې

کابل، د کب ۲۸مه، باختر 

د ملي دفاع وزارت په پلامېنه کابل ښار کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د منسوبینو له لوري د یو شمېر وسلو د کشف او ترلاسه کولو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د کشف او استخباراتو زړورو منسوبينو له لوري د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې چې د کابل ښار د ۶مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې ترسره کړل بېلابېل ډوله وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شول.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په دغو وسلو کې ٢ کلاشينکوفونه، ١٨ لاسي بمونه، ٧ د لاسي بم پټاقۍ، یوه آی کم مخابره، ٣ دودي پشنګان، یو د کلاشینکوف شاجور سره له ۳۰ فیره مرمیو شامل وو.

په خبرپاڼه کې په دې تړاو نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته