سیاستخبرونهامنیتTOP

د کورنيو چارو وزارت سرپرست د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

کابل، د کب ۲۳مه، باختر

د کورنيو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني پرون د ازبکستان بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف ادیلوویچ سره وکتل.

په دې کتنه کې خلیفه سراج الدین حقاني د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر ته د هرکلي ترڅنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پیاوړتیا او ښه ګاونډیتوب خبرې وکړې.

ورته مهال د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې د خوندي امنیت په موخه د اسلامي امارت هڅې او دغه راز د نشه يي توکو پر وړاندې بريالۍ مبارزه وستایله او د سيمې ثبات په موخه يې يادې چارې ارزښتمنې وبللې.

نوموړي همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ په تاریخي او فرهنګي ګډو ارزښتونو سربېره د اقتصادي پروژو د پیل او دوام یادونه هم وکړه.

ادیلوویچ هغه اقتصادي پروژې چې د سيمې پر ثبات يې اغېزه زياته وي، ژر پيل کېدل يې اړين و بلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته