خبرونهورزش

د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو تر منځ د والیبال سیالۍ تر سره شوې

کابل، د لېندۍ ۶مه، باختر
د کندز د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو تر منځ د والیبال سیالۍ د معارف لوبدلې په بریا پای ته ورسېدې.
د یاد ولایت د واليبال فدراسیون مسوولینو د باختر آژنس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې په چهاردرې ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو له منځه د چهاردرې ولسوالۍ معارف او د حضرتانو فضل ځواک لوبډلې پایلوبې ته ووتې، چې د معارف لوبډله وتوانېده درې د دوه میدانونو په توپیر مقابلې لوبډلې ته ماتې ورکړي او اتلولي خپله کړي.
د یاد ټورنمنټ موخه د ولسوالۍ په کچه د منتخبې پیاوړې لوبډلې په نښه کول و ترڅو په ولایتي او نورو لوبو کې ولوبیږي.
د یادونې وړ ده، چې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته جایزې او انعامونه هم ورکړل شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته