خبرونهاقتصادTOP

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معین په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سره وکتل

کالب، د کب ۲۱مه، باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ معین مولوي صدر اعظم عثماني په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر غلام رضا نجاري او د دغه سفارت د اقتصادي څانګې له مشر سره وکتل.

په دغه کتنه کې مولوي صدراعظم عثماني وویل چې ایران د کرنې په برخه کې ډېر کارپوهان او ډېرې تجربې لري او هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د کوکنارو له تولید او کښت څخه اغېزمن دي، باید له کروندګرو سره د بدیل کښت په برخه کې همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د ایران مرستیال سفیر غلام رضا نجاري دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او ویې ویل: « له ایران څخه  چې کوم پلاوی راځي باید دوه اړخیزې هوکړې ته ورسېږي، ایران لومړنی هېواد و چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د بندیدو هرکلی یې وکړ او له تاسو سره همکار پاتې کېږي».

دا غونډه افغانستان ته د ایران د کرنې وزارت د معین په مشرۍ د یوه پلاوي د سفر د همغږۍ په موخه جوړه شوې وه او ټاکل شوې، چې دغه پلاوی افغانستان ته راشي او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له چارواکو سره د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د څېړنې په برخه کې له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته