سیاستخبرونهاقتصادTOP

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست د ایران د کرنې جهاد وزارت له مرستیال او مل پلاوي سره وکتل

کابل، د کب ۲۲مه، باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري او د کرنې او مالدارۍ معین مولوي صدراعظم عثماني د ایران د کرنې جهاد وزارت مرستیال او د ایران د مالدارۍ رییس ډاکټر سید مجتبی نوروزي په مشرۍ له یوه لوړ پوړي پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې مولوي عطاء الله عمري وویل: « موږ غواړو تاسو ته یادونه وکړو چې مناسب اقلیم، پراخه ځمکه، ډېرې اوبه او کافي بشري ځواک هغه لوی امتیازات دی چې تاسو ورسره کار کولی شئ او موږ غواړو چې د دواړو هېوادونو د اړتیاوو سره سم کار وشي.»

د ایراني پلاوي په ترکیب کې د ایران د کرنې جهاد وزارت مرستیال ډاکټر سید مجتبی نوروزي او د ایران د مالدارۍ مشرې مېرمن مریم جلیلي، د ایران  او ایران د کرنې جهاد وزارت د نباتاتو د ساتنې د ادارې مشر مقدم، د خراسان رضوي ولایت د کرنې جهاد د ادارې مشر غلام رضا قنبري، د جنوبي خراسان د کرنې جهاد ادارې رییس مهدي جعفري او د افغانستان په چارو کې د ایران اسلامي جمهوریت ولس مشر ځانکړی اقتصادي استازی محمد مهدي جوان مرد قصاب، کابل ته راغلي دي، ترڅو د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له چارواکو سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیل په اړه خبرې اترې وکړي.

ایراني پلاوي د افغانستان د کرنې له سکټور سره د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، څېړنې، خاورې پېژندنې او د عملي دوه اړخیزو همکاریو په برخو کې د ګډ کار د پیل په موخه کابل ته سفر کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته