کابل، د غبرګولي٣٠مه، باختر
د افغانستان او ازبکستان تر منځ اړيکې د پراختيا په حال کې دي چې کولاى شي د سيمې په کچه د اقتصادي او تجارتي همکاريو لپاره مثبته پايله ولري.
د باختر آژانس مبصر ليکي؛ کابل پرون د ازبکستان د ملي امنيت د سلاکار او په بهرني سياست کې د دغه هېواد د جمهور رئيس عبدالعزيز کاملوف په مشرۍ د ازبکستان د دولت د لوړ پوړي هيئت کوربه توب وکړ.
هغه په کابل کې، د رئيس الوزرا له مرستيالانو ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي، د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست مولوي اميرخان متقي او د کورنيو چارو وزارت له سرپرست خليفه سراج الدين حقاني په ګډون د اسلامي امارت له لوړ رتبه مقاماتو سره کتنې هم وکړې.
په دې کتنو کې د کابل او تاشکند ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا په اړه خبرې وشوې او افغان مقاماتو د ازبکستان له مقاماتو وغوښتل، چې په افغانستان کې د ازبکستان نيمګړې پروژې چې دوه اړخيزه او څو اړخيزې ګټې لري، بشپړې کړي.
په دې پروژو کې د ترمز- مزارشريف او پېښور د اوسپنې پټلۍ د غځولو، افغانستان ته د ازبکستان د صادراتي برېښنا د ظرفيت لوړولو او ترانزيټي مسئلې طرحه دي.
د دغو پروژو د کار د دوام لپاره د ازبکستان په ګډون د سيمې د هېوادونو اندېښنې ښايي امنيتي انديښنې وي؛ خو اسلامي امارت په تکراري ډول د سیمې هېوادونو ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی دی.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني له ښاغلي کاملوف سره په کتنه کې پر امنیت خبرې کړي، هغه کاملوف ته ويلي، چې اسلامي امارت د هغو پروژو د امنيت تامينولو لپاره چې د ازبکستان له خوا پر مخ وړل کيږي بشپړ تيارى لري او په دې برخه کې خپل مکلفيتونه تر سره کوي او د ازبکستان په ګډون دې د سيمې هېوادونه ډاډ ولري چې د دغو پروژو د امنيت په اړه کومه ستونزه نشته.
د اسلامي امارت لپاره دغه خبره چې د سيمې هېوادونو منلې چې افغانستان د سيمې د هېوادونو د نښلولو ټکى او د سيمې په امنيتي او اقتصادي حالت اغيزمن رول لري، د درک وړ دى.
د سيمې د اړيکو په تامينولو کې مهمه خبره دا ده، چې هېوادونه په خپلو کې زيات همغږي او اتحاد ولري او ځانونه د راتلوونکو پرمختياوو لپاره عيار کړي او له موجودو فرصتونو زياته استفاده وکړي.
په اقتصادي او سياسي اړيکو د سيمې اخوا هېوادونو لاسوهنه د سيمې هېوادونو ته يو زيان دى، چې تبلیغات به يې د اقتصادي وروسته پاتې کيدو او نا امنۍ وده وي.
په داسې حال کې چې سيمه ييزه همکاري او پيوستون د پرمختګ او سوکالۍ لپاره لاره هواروي چې ازبکستان او افغانستان په همدي تګلوري روان دي.
ازبکستان د پخواني حکومت له نسکوريدو او د اسلامي امارت له برياليتوب وروسته له افغانستان سره خپلې سياسي او اقتصادي اړيکې ساتلي دي او د ازبکستان مشر تابه په دې باور دى، چى له اسلامي امارت سره تعامل د ټولو هېوادونو په ګټه دی؛ نو کولاى شو ووايو، چې د کابل او تاشکند ترمنځ د پراختیا په حال کې اړيکې ستر اقتصادي او ستراتيژيک اړخونه لري چې په پاى کې د سيمه ييزو همکاريو په ګته دي.
د کابل او تاشکند تر منځ د پراختيا په حال کې اړيکې د سيمه ييزو همکاريو مثال اوبيګه ده چې نور هېوادونه بايد له هغه څخه الهام واخلي .
\ ج