خبرونهنړۍ

د ژغورنې عملیات؛ چین له تایوان څخه مرسته غوښتې

نړۍ، د کب ۲۴ مه، بهرنۍ رسنۍ

د چین او تایوان د ژغورنې ټیمونه د کېنمن ټاپوګانو سره نږدې سمندر کې د ډوبو شویو کب نیونکو د موندلو لپاره ګډ عملیات ترسره کوي.

تایواني چارواکو ویلي، چې پېښه د کب نیونې د یوې کیښتۍ، چې شپږ تنه په کې سپاره وه، د نسکورېدو له امله رامنځته شوې.

د معلوماتو له مخې پېښه کې د دوه تنو د مړینې خبر تایید شوی دی.

د تایواني چارواکو په خبره دوی هغه مهال عملیاتو کې د ونډې اخیستو پرېکړه وکړه، چې د ژغورنې چینایي ډلې د مرستې غوښتنه وکړه.

ویل کېږي، عملیاتو شپږ چینایي او څلور تایواني کیښتۍ برخه لري.

د یادونې وړ ده، چې د تایوان او چین د ژغورنې ډلو په نېرو درې کلونو کې ۱۲۹ کسان د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ژغورلي دي.

دغه عملیات یوه میاشت وروسته ترهغې ترسره کېږي، چې تایواني سمندري ساتونکو د چینایي کب نیوونکو یوه کیښتۍ تعقیب کړه او دوه کب نیوونکي یې مړه کړل.

چین او تایوان دغه سمندري همکارۍ په داسې مهال ترسره کوي، چې چین، تایوان خپله خاوره بولي او له همدې امله یو بل ته په پوځي لحاظ لاس په ماشه ناست دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته