خبرونهاقتصادTOPټولنه

د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونوکې د اوبو کچې د لوړوالي او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی

کابل، د کب ۱۱مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت، د روان مالي کال د کب له ۱۲مې څخه تر ۱۴مې پورې، د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
دغه وزارت نن د خپلو سرچينو په حواله، وړاندوينه کړې چې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تېزو بارانونو او واورې له امله د سېلابونو د راوتلو احتمال شته چې د دغو ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو د راوتلو ډېر اټکل د کابل په سينديزو حوزو کې شوی دی.
ويل شوي چې په يادو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کېدو او د اوبو کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (غزنی، پکتیا، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، میدان وردګو، غوربند، پنجشېر، لغمان او کونر) سیندونو پر لاره او د يادو ځایونو په ځینو سېلبرونو کې شته.
د اوبو او انرژۍ وزارت له هغو هېوادوالو څخه چې د يادو سیندونو په غاړو کې استوګن دي؛ غوښتي دي چې پر یادې موضوع ځانونه خبر او د سېلاب د راوتلو په ترڅ کې دې د سیند غاړو اړوند هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ ترڅو د ځاني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته