خبرونهاقتصادټولنهTOP

د هرات نړيوال هوايي ډګر د الوتنو پر مخ بېرته پرانیستل شو

کابل، د کب ۱۱مه، باختر
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د هرات نړيوال هوايي ډګر بېرته د الوتنو پر مخ پرانیستل شوی دی.
په هغې خبرپاڼه کې چې نن دغه وزارت خپره کړې، ويل شوي چې د هرات نړيوال هوايي ډګر چې د وروستيو پرلپسې واورو ورېدو له امله یې د پيلوټ لپاره د ليدلو ساحه کمه وه او الوتنه او کېناستنه نشوه ترسره کېدلای؛ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له‌خوا یې الوتنې لغوه اعلان شوې؛ خو اوس دغه هوايي ډګر د الوتنو پر مخ پرانیستی دی.
ياد وزارت ډاډ ورکړی چې تل هڅه کوي په هېواد کې د نړیوالو اصولو مطابق معياري خدمتونه وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته