خبرونهټولنهTOP

د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین؛ راتلونکي کال کې به تر دوه میلیونه نیالګي د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې کېنول شي

کابل، د کب ۱۹مه، باختر

کابل ښاروالۍ، د “نیالګي کېنول، د وچکالۍ لمنځه وړل” تر شعار لاندې نن د کابل ښار په کچه د ۱۴۰۳ مالي کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل کړ.

د باختر آژانس  خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، د کمپاین په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د کابل ښاروالۍ له لوري د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ په اول کال کې ۲۰۰ زره او په دویم کال کې ۶۰۰ زره نیالګي په کابل ښار کې توزیع او کېنول شوي دي او سږ کال هم په پام کې ده، دوه میلیونه نیالګي د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې توزیع او کنېول شي.

د هغه په وینا، دغه نیالګي د کابل ښاروالۍ د قوریو او ګلخانو تولید دی او تر دې وړاندې هېڅکله هم دغه شمېر نیالګي په کابل کې نه دي کېنول شوي.

دغه راز د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس حافظ عزیز الرحمن، د انسان په ژوندانه او د چاپېریال په سمسورتیا کې، د نیالګیو کېنولو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: «په دې کې شک نشته چې د نیالګیو کېنول، د چاپېریال لپاره یو قسم زینت او جمال دی؛ همدا رنګه په اوسني عصر کې دا د لویو ښارونو او په ځانګړې توګه د کابل ښار لپاره یو مبرم ضرورت هم دی.»

هغه له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په لاره کې د نیالګیو کېنول، یوه مهمه وسیله وبلله او له هېوادوالو یې وغوښتل چې د نیالګیو په کېنولو سره دې د هېواد د چاپېریال په سمسورتیا کې ونډه واخلي او د ونو له بېځایه قطع کولو څخه دې ډډه وکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس، همدا رنګه د نیالګیو کېنولو د سږني ملي کمپاین د تطبیق په بهیر کې، له کابل ښاروالۍ او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د غونډې په بهیر کې، د کابل ښار د ۲۲ ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو مشر احمد شاه الکوزي، هم په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې په یاد ملي بهیر کې به له کابل ښاروالۍ سره پوره همکاري کوي او له کابل ښاریانو څخه یې وغوښتل چې د ښاري نظم د پیاوړتیا، پاکوالۍ او سمسورتیا په برخه کې دې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې هم د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د هېواد په کچه د نيالګيو کېنولو پسرلنی کمپاين پيل کړی چې په بهير کې به يې تر ۲۰ ميليونه ډېر نيالګي په ټول هېواد کې کېنول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته تر اوسه پورې؛ د هېواد د سمسورتیا په موخه د هېواد په کچه شاوخوا ۸۲ میلیونه نیالګي کېنول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته