خبرونهاقتصادټولنه

د ننګرهار په مرکز کې د یو واټ د جوړولو کار پیل شو

جلال اباد / د چنګاښ / ۲/ باختر

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د یو واټ د جوړولو کار نن پیل شو.

دغه واټ دوه نیم کیلو متره اوږدوالي او پنځه متره سور لري او د جلال اباد د ښاروالۍ له بودجې جوړېږي او پخېږي .

د دغه واټ جوړول او پخول به شپږ ویشت ميلیونه افغانۍ به لګښت ولري .

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښاروال اباسین بهیر باختر اژانس ته وویل چې ټاکل شوې ده دغه واټ تر یوې میاشتې پرانیستل شي .

هغه په جلال اباد ښار کې د لسګونو واټونو د جوړولو او پخولو لپاره د هلو ځلو خبر ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته