کابل/ د غويي٩مه / باختر
د ننګرهار برېښنا د ٤ کارکوونکو پرګډون ٦ تنه په جلال آباد ښارکې د چاودنې له امله ټپيان شول.
په دې چاودنه کې چې نن سهار وشوه د برېښنا شرکت د کارکوونکو د سپرلۍ پر موټر بريد شوى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل په دې چاودنه کې د برېښنا شرکت ٤ کارکوونکي او ٢ لارويان تپيان شول.
د ننګرهار د مرکزي روغتون ډاکترانو د دې چاودنې د٣ ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
تراوسه پورې د دې چاودنې مسووليت چا پرغاړه نه دى اخيستى.
پاى \ ج \ ذ