کابل باختر دوږي دمياشتې پنځمه نيټه :
د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره هوډمنه ده خپل٣٦٠ تنه کارکوونکي د زده کړې د دوام لپاره له هېواد څخه بهر ته واستوي .
د باختر آژانس د خبرله مخې :
دغه ټکى د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې رئيس په کابل کې د امريکا سفارت له اقتصادي سلاکار سره په کتنه کې څرګند کړ.
په دې کتنه کې په کابل کې د امريکا سفارت اقتصادي مستشار له هېواد څخه په بهرکې د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې د ٣٦٠ تنو کارکوونکو د تحصيلي لګښت د تملويلولو په اړوند همکاري اعلام کړه او ويې ويل چې تېرکال هم د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې ٧٥ تنه کارکوونکي د امريکا سفارت په مالي مرسته د هوايي چلند په برخه کې د زده کړې په موخه له هېواد څخه بهر ته استول شوي وو.
1 1 دقیقه لوستل