کابل/ د وري٢٤ مه / باختر
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د ۲۱۷ عمري قول اردو له مسوولینو سره په کتنه کې د دغه ولایت پر ښه امنيت ټینګار وکړ.
د باخترآژانس د خبر له مخې؛ د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال ملا فاضل مظلوم په بغلان کې د ملي اردو د ٢١٧عمري قول اردو د درېيمې لوا له مسوولينو او غړو سره وکتل.
نوموړي په دې کتنه کې د بغلان امنیتي وضعیت وارزاوه او په دغه ولایت کې یې د ښه امنیت د تامین په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
\ ذ