کابل، د سلواغې ۱۰مه، باختر
په کابل کې د افغانستان د سیمه ایز نوښت د لومړۍ غونډې له بریالیتوب وروسته؛ تېره شپه د افغانستان لپاره د هند، چین، ایران، پاکستان، ترکیې، قزاقستان، ازبکستان، اندونیزیا، قرغیزستان او ترکمنستان هېوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد له لوري په جوړې شوې مېلمستیا کې ګډون وکړ.
ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین، ایران او پاکستان له استازو سره هم جلا غونډه وکړه، د هېواد د ثبات او د پولو د امنیت د تامین، له هېوادونو سره د متقابل احترام او اقتصادي همکاریو پر بنسټ د دوستانه اړیکو د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت له لوري ډاډ ورکړ.
خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت چمتو دی، چې د پروژو د پیل او بشپړولو لپاره د امنیت او نورو هر ډول همکاریو تضمین وکړي.