کابل، د وري ۱۵مه، باختر
د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ؛ نن د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۱ میلیاردو افغانیو په ارزښت، د ۲۴ پروژو قراردادونه منظور کړل.
باختر آژانس ته د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته ۲۹ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۲۴پروژو قراردادونه منظور شول؛ د څلورو لغوه او د یوې پروژې د قرارداد په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې په هراړخیز ډول یې وڅېړي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
په منظور شویو پروژو کې د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې د پاتې چارو بشپړول، د کونړ – نورستان سړک د تخریب شویو ساحو بیارغونه، په بېلابېلو ولایتونو کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند پروژې، د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او جزوتامونو لپاره د هغوی د اړتیا وړ توکو برابرول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي چې په پلې کېدو سره به یې سلګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.
71 1 دقیقه لوستل