فرهنګ

د مشرا نو جرګې پيغام

دمحرم الحرا م د لسمې د اسلا م دستر پيغمبر د لمسي دشهادت د کاليزي له ا مله د مشرا نو جرګې پيغام

د افغا نستان د اسلامى جمهوريت د ملى شورا د مشرا نو جرګه د محرم الحرا م دلسمې ، په کربلا کې د اسلام دستر پيغمبر رسول اکرم (ص) دلمسي دشهيدا نو دسردار امام حسين (ع) او دده ديارا نو دشهادت د ورځې يادونه کوى او هغه د اسلا مي غورځنګ په تاريخ کې د ظلم ،زور زيا تى ، ذلت او بي عدالتي په وړا ندى د جهاد او مقاومت دسرمشق په تو ګه بو لى

حضرت امام حسين بن على کرم الله وجهه چې د حضرت محمد مصطفى (ص) په توده غيږ کې لوى شوى و اود انحضرت په فکرى مدرسه کې يې د خداى (ج) ددين په وړا ندى دحقپا لنې او سرښند نې درس زده کړ اود يزيد او يزيديا نو د ظلمونو او خپل سريو په وړا ندى په خپلو هلو ځلو اومبارزو کې تسليم نه شو او په شهادت غو ښتنې سره يې ستره اسلا مي او تاريخي حماسه په ياد ګارپريښوده او اسلامي امت ته يې ددين پالنې اود ظلم د له منځه وړلو لاره او دود وټاکه

 د حسينى عاشورا پاڅون چې په تورتم باندې درو ښنا يي ځلا ده له شک پرته د ا نسا ني ټولنې په تاريخ کې له هغو تل پا تې غورځنګو نو څخه دى چې نه يواځې په عا طفى اړخ کې يې نه خلا صه کيږي بلکې ژوري اسلا مي انسا نى ، اخلاقى او ټولنيزې محتوا يې د نړۍ د ازادګانو سر مشق گرځيد لى دى او ددغې تاريخي ورځې درنا وي او ښه نمانځنه د نړۍ په ټولو مسلما نا نو ، ا زادى او عدالت غو ښتونکو پورې اړه لري چې نننى بشريت د الګو په تو ګه له دغه تاريخي شرکت څخه الهام وا خلى او هلې ځلې و کړي چې د حضرت امام حسين (ع) مفکوري عملى کړي او په تيره بيا زموږ ګران هيواد وال دى د عاشورا په ورځو کې د وينې بانک ته د خپلې  وينې په ورکولو سره د کر بلا دشهيدا نو د ميړا نې اوځان تيريدنې معقو له او ګټوره پير وي و کړي

د ملى شورا د مشرا نو جرګو يو ځل بيا د کربلا دشهيدا نو دپا کو خاطرو درنا وي کوى او په دغو مبارکو ورځو کې د لوى خداى (ج) له دربار څخه د ګران افغا نستان خلکو اود نړۍ ټولو مسلما نا نو او بشريت ته دخير او نيکمرغى هيله کوى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته