سیاستخبرونهTOPټولنه

د لغمان، پکتیکا او روزګان والیانو دندې پیل کړې

کابل، د کب ۱۲مه، باختر

مولوي شېر احمد حقاني د لغمان د نوي والي، مولوي عنایت الله شجاع د روزګان د نوي والي او مولوي عبدالخالق عابد د پکتیکا د نوي والي په توګه دندې پیل کړې.

د لغمان نوی والي مولوي شیراحمد حقاني د یوې غونډې په ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت د لومړي معاونيت مشاور فرید احمد شریفي له لوري معرفي شو.

مولوي شېر احمد حقاني د معرفت په غونډه کې وویل چې تغیر او تبدیل د امارت یو اصل دی او د چارو د ښه ترسره کولو په برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ و نه کړي.

ورته مهال دې ته ورته غونډو په ترڅ کې د روزګان نوی والي مولوي عنایت الله شجاع  او د پکتیکا نوی والي مولوي عبدالخالق هم خپلې دندې پیل کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته