خبرونهنړۍ

د فلسطینیانو اختر؛ غزه کې د فلسطینيانو زورول لا هم روان دي

نړۍ، د وري ۲۱مه، بهرنۍ رسنۍ

داسې حال کې چې سبا چهارشنبې نړۍ کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده خو  د فلسطین په غزه کې لا هم جګړه روانه ده او د غزې اوسېدونکو ته تر دې بل ښه اختر نشته، چې سر یې خوندي وي او ګېډې یې مړې وي، خو صهیونست پوځ او نور ملګري یې خپلو ظلمونو ته دوام ورکوي او نه پرېږدي، چې د غزې خلک یوه لحظه هم د ارام ساه واخلي.

ورته وخت کې حماس غورځنګ ویلي، چې اسرایلي لوری د دایمي اوربند اراده نه لري.

د دغه غورځنګ یو غړي الجزیرې ته ویلي، چې د اوربند د روانو خبر پر مهال یې له اسرایلي لوري داسې شرایط ترلاسه کړي، چې د دغې پروسې د بریالیتوب مخه نیسي.

یاد کس زیاته کړې، چې اسرایلي ځواکونه له غزې د وتلو اراده نه لري، هغه شرط چې حماس یې اړین بولي او د خبرو پر مهال یې تل غوښتنه کړې چې صهیوسنت پوځ باید غزه پرېږدي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته