خبرونهنړۍ

د غزې جګړه؛ دوحه کې د حماس او اسرایلو ترمنځ خبرې روانې دي

نړۍ، د کب ۲۹مه، بهرنۍ رسنۍ

الجزیرې ټلویزیون د ځینو امریکایي او اسرایلي رسنیو د راپورونو په حواله خبر ورکړی، چې دوحه کې د اسرایلي او حماس غورځنګ چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي.

ځینو باخبرو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې دغو مذاکراتو کې اسرایلي لوری د صهیونست رژیم د استخباراتي ادارې(موساد) مشر ډېوېډ بارنیا، مصري او قطري پلاوی د قطر لومړی وزیر رهبري کوي او د حماس د پلاوي په اړه څه نه دي ویل شوي.

سرچینو زیاته کړې، چې دغه خبرې ممکن دوه اونۍ دوام وکړي.

ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اوس مهال فیلیپین کې دی او ټاکل شوې له اسرایلي او د سیمې له نورو چارواکو سره د خبرو لپاره منځني ختیځ ته سفر وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress