سیاستخبرونهTOP

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د امارتي ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل د مخنيوي لپاره د مؤظف پلاوي غونډه ترسره شوه

کابل، د کب ۲۹مه، باختر
د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ القرآن والحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله له لوري د امارتي ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل مخنيوي لپاره د مؤظف پلاوي غونډه نن د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ترسره شوه.
ارګ ویلي په دې غونډه کې چې د مؤظف پلاوي غړو هم په کې ګډون درلود، د يو شمېر امارتي ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل د لمنځه وړلو او مخنيوي ترڅنګ د دوی پر يو شمېر موضوعاتو او غوښتنو هر اړخيز بحث او ارزونې ترسره او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته