سیاستخبرونهاقتصادTOP

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د يوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته سفر وکړ

کابل، د کب ۱۱مه، باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي، نن د يوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته سفر وکړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ويلي چې د دغه وزارت د سرپرست نورالدين عزيزي په مشرۍ او د هېواد د خصوصي سکتور د استازو په شتون، د افغانستان اسلامي امارت يو پلاوي، د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد ته سفر وکړ.
د ترکمن – افغان تجارتي تواصل د لومړني کنفرانس پرانيستل، د افغانستان د محصولاتو او توليدي اموالو نندارتون، د افغانستان او ترکمنستان د خصوصي سکتورونو دوه اړخيزه غونډه، د اقتصادي اړيکو د ودې او پراختيا لپاره د حکومتي دوه اړخيزې غونډې او د دواړو هېوادونو د تجارت او ټرانزیټ پرمختيا، د ياد پلاوي د سفر موخې ويل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته