کابل، د کب ۲۴مه، باختر
د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف او مل پلاوي سره وکتل.
باختر آژانس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې د پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل، د افغانستان د ټرانزیټي توکو لپاره د لا زیاتو آسانتیاوو د برابرولو او د ازبکستان له خاورې د افغان سوداګریزو توکو د ټرانزیټي تعرفو د کمولو په اړه خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې همدا رنګه پرېکړه شوې چې په نږدې راتلونکي کې به د اړوندو ادارو مسئولين په مزارشريف ښار کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزيټ د پراختيا پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو په موخه جلا غونډه ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې په دغو وروستیو کې د ازبیکستان د بهرنیو چارو د وزیر بختیار سعیدوف په مشرۍ د یاد هېواد یو لوړ رتبه پلاوی کابل ته راغلی او تر اوسه یې د افغانستان اسلامي امارت له رئیسالوزرا ملا محمد حسن آخند، د ریاستالوزرا له مرستیالانو او د کابینې له یو شمېر سرپرست وزیرانو سره په جلاجلا ډول لیدنې ترسره کړې دي.