سیاستخبرونهاقتصادTOP

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، د ترکمنستان د سوداګرو اتحادیې له رئیس سره وکتل

کابل، د کب ۱۲مه، باختر

د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او مل پلاوي، د ترکمنستان جمهوریت د سوداګرو او صنعتکارانو اتحادیې له رئیس نوکر قلي آتاقي اوف سره وکتل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې نوکر قلي آتاقي اوف، ترکمنستان ته د افغانستان اسلامي امارت د دولتي او خصوصي سکتور د ګډ پلاوي د سفر هرکلی کړی او د ترکمن – افغان سوداګريز پیوستون کنفرانس او نندارتون پرانيستل یې د دواړو هېوادونو د نږدېوالي لامل بللی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست هم په یاد هېواد کې د افغان حکومت او خصوصي سکتور له پلاوي د ګرم هرکلي مننه کړې او یاد کنفرانس يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې لپاره مهم ګام یاد کړی دی.

هغه له افغانستان څخه سوېلي آسيا هېوادونو ته د ټرانزيټ د لارو چارو، په افغانستان کې د پانګونې زمینې د برابرېدو او په هېواد کې د پانګونې د ګټو په اړه خبرې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدين عزيزي په مشرۍ او د هېواد د خصوصي سکتور د استازو په شتون، د افغانستان اسلامي امارت يو پلاوي پرون د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد ته سفر وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته