خبرونهاقتصادTOP

د ستنډرډ ملي ادارې ۱۵ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته وګرځول

کابل، د کب ۲۳مه، باختر

د سټنډرډ ملي ادارې ایران هېواد ته د ۱۵ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته ور ګرځولو خبر ورکړی دی.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د نيمروز بندر له لارې يې ۱۵ ټانکره بې کیفیته تیل (ډیزل او پټرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه  نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.

د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې پرون هم ۶۱ ټانکره بې کیفته تېل ایران ته ورګرځولي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته