سیاستخبرونهTOP

د ریاست الوزار اداري مرستیال د بلخ د قومي مشرانو او مخورو ستونزې واورېدې

کابل، د مرغومې ۹مه، باختر
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د بلخ ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې واورېدې.
علم خان ازادي او حاجي محمد سرور په دغه کتنه کې د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او په یاد ولایت کې یې د ټولنیز او اقتصادي وضعیت او د امنیت د تامین په اړه خبرې وکړې او د اسلامي امارت فعالیتونه او کړنې یې وستایلې.
دوی همدارنګه خپلې ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره شريک کړل او په ځانګړي ډول يې د بلخ ځوانانو ته د کارموندنې په برخه کې د اسلامي امارت د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال په دغه کتنه کې وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د حکومت په توګه خپل مسؤلیت ګڼي، چې د هېواد په کچه امنیت تامین او د خلکو له مال، ناموس او د دوی د شرعي او اساسي حقونو ساتنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د خپل توان په حدودو کې ولسونو ته د کار موندنې او دوی ته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې به خپلې هیڅ راز هڅې درېغ نکړي.
د یادونې وړ ده، چې د ریاست الوزار اداري مرستیال وړمه ورځ د جوزجان د دیني عالمانو او قومي مخورو سره هم ناسته درلوده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته