سیاستخبرونهTOPټولنه

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د ننګرهار د يو شمېر قومي مشرانو ستونزې واوريدې

کابل، د کب ۱۲مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت نازیانو ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
ملک سهیل خان شینواري په دغه کتنه کې د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او ویې ویل چې د اسلامي او شرعي نظام ټينګښت د هر افغان غوښتنه وه او د ساتلو لپاره یې ولسونه هر راز همکارۍ او قربانۍ ته چمتو دي.
نوموړي همدارنګه د شینوارو ځوانانو ته د کار موندنې او په دولتي جوړښتونو کې د دوی د کادرونو د استخدام ترڅنګ، په نازیانو او شاو خوا ولسوالیو کې د روغتیا، پوهنې، اقتصادي پياوړتیا او برېښنا د تولید په برخو کې د اساسي پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د رياست الوزراء سياسي مرستيال په ياده کتنه کې وويل چې د ننګرهار ټولو قومونو په ځانګړې توګه د شینوارو ولسونو په تېره شل کلنه مبارزه کې ډېري سرښندنې او قربانۍ ورکړي دي.
هغه زیاته کړه، چې شینواري ولسونه د ننګرهار د نورو اوسېدونکو په څېر په تېر کې د داعش فتنه ګرې ډلې قربانیان وو، خو له نېکه مرغه، چې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري دغه ډله له منځه تللې او د ننګرهار ولسونه یې له شره ژغورل شوي دي.
د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل چې اوسنی اسلامي نظام د خلکو د خدمت او د شهیدانو د ارمانونو د ساتلو او پاللو لپاره کار کوي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار د خلکو د ستونزو حلولو ته به ځانګړې پاملرنه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته