سیاستخبرونهټولنهTOP

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د اچين ولسوالۍ د قومي مشرانو ستونزې واوريدې

کابل، د کب ۱۳مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل.
يادو قومي مشرانو د سرتاسري امنیت په ټينګښت خوښي څرګنده کړه او ويې ویل چې دا مهال د اچین ولسونه په کامل امنیت کې ژوند کوي او خپلې ورځنۍ چارې پر مخ بيايي.
هغوی زياته کړه، چې دوی د اسلامي نظام راتګ لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي او د پايښت لپاره يې هم هر راز همکاريو ته چمتو دي.
دوی همدارنګه په اچین ولسوالۍ کې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د کلينیکونو، ښوونځيو، برېښنا او نورو پراختیايي چارو د کمښت له امله خلک له ستونزو سره مخ دي.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې ويلي، چې د اچين ولسوالۍ اوسېدونکو د اشغال پر مهال درانه زيانونه وليدل او د اسلامي نظام حاکميت لپاره يې قربانۍ او زحمتونه د هېرېدو نه دي.
هغه زياته کړې، چې اوسنی نظام د افغانستان د ولسونو له منځه را پورته شوی، د مالکیت حس یې ټولو افغانانو ته ورګرځي او موخه یې په بشپړه مانا د الهي احکامو تطبيق او د خلکو خدمت دی.
نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړی، چې د اچین ولسوالۍ د ستونزو حل لپاره به اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته