سیاستخبرونهTOPټولنه

د دولتي ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل د مخنيوي پلاوي په غونډه کې د ځينو دولتي ادارو پر وړاندې پرتې ننګونې وارزول شوې

کابل، د کب ۱۲مه، باختر
د رياست الوزراء د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د دولتي ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل د مخنيوي په موخه د ټاکل شوي پلاوي په نوبتي غونډه کې د يو شمېر دولتي ادارو پر وړاندې پرتې ننګونې وارزول شوې.
په ياده غونډه کې د عامې روغتيا او لوړو زدکړو وزارتونو، د خوړو او درملو او نورم او سټنډرډ ملي ادارو او طبي شورا ترمنځ د وظيفوي تداخل د له منځه وړلو په موخه د ذکر شويو وزارتونو او ادارو د مسؤلينو او باصلاحیته استازو په شتون کې، هر اړخيز بحث او ارزونې ترسره او په اړه يې لازم تصميمونه ونیول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته