کابل / د مرغومي / ۲۳ / باختر
د تخار د ملي راډیوټلویزیون کارکوونکو نن د دغه ولایت له والي سره په هغه غونډه کې چې نن جوړه شوه خپلو کاري ستونزوته د رسيدګي غوښتونه وکړه .
د تخارد ملي راډیوټلویزیون سرپرست جلال سنا باخترآژانس ته وویل چې د تخنیکي تجهیزاتو کمښت ، مالي ستونزې ، د اعاشي او د برېښنا د نشتوالی، په وخت سره د جنراتورد تیلو د نشتوالی د دغې ادارې یوله سترو ستونزوڅخه دی.
هغه زیاته کړه که د دوی ستونزوته رسیدګي ونه شي، دى به اړشي چې د امکاناتو د نشتوالی په خاطرخپل فعالیتونه بند کړي.
په همدې حال کې د تخاروالي مولوي نورالدین عمیر د ملي ټلویزیون د کارکوونکو د ستونزو د لرې کولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل ، په ټولودولتي ادارو کې مالي ستونزه شتون لري او دغه ستونزه هره ورځ د حکومت له مسوولینواو مشرتابه سره شریکوي.هغه زیاته کړه : د خلکو او د دولتي ادارو ټولوستونزوته د رسيدګي په خاطرهلې ځلې دوام لري.ع