کابل / د زمري ٥مه / باختر
په هلمند کې تېره شپه پر امنیتي پوستو دوه موټر بم بريدونه وشول.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسينو ته ویلي دي چې وسله والو مخالفينو د نهر سراج ولسوالۍ د لومړۍ نمبر لويې لارې په تګلوري کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو دوه موټر بم بریدونه وکړل.
هغه زیاته کړه چې په بریدونو کې، دوه امنیتي منسوبین شهیدان شول او درې سرتېري ټپیان شول.
تراوسه د دغو بریدونو مسوولیت هېچا نه دى منلى.
پاى / سعیده
1 د یوې دقیقې څخه لږ