سیاستخبرونهTOP

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره ټلیفوني خبرې وکړې

کابل، د کب ۲۶مه، باختر
نن د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار سره ټلیفوني خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد تکل وايي چې مولوي امیرخان متقي محمد اسحاق ډار ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په حیث د ټاکل کېدو مبارکي وویله او هیله یې وښوده چې د نوموړي ټاکنه به د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مثبت او رغنده رول ولري.
متقي زیاته کړه:” سیمه ورځ تر بلې خپل مثبت تعاملات زیاتوي او د سیمې په کچه د سترو زیربنایي پروژو عملي چارې په پیلېدو دي او د پاکستان د رغنده برخې اخیستلو په تمه یو”.
نوموړي دغه راز محمد اسحاق ډار ته افغانستان ته د سفر کولو بلنه ورکړه.
ورته مهال اسحاق ډار له مولوي امیر خان متقي څخه مننه وکړه او هوډ یې څرګند کړ چې د خپل ماموریت په موده کې به د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره هلې ځلې وکړي.
په پای کې دواړو لوریو په ډیورنډ کرښه د مسافرو، مریضانو او سوداګریز تګ راتګ کې د اسانتیاو په راوستولو او د شته ستونزو په لمنځه وړلو ټینګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته