سیاستخبرونهTOP

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست له خپل ايراني سيال سره د د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا په موخه ناسته وکړه

کابل، د مرغومې ۳مه، باختر
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په تهران کې له خپل ایراني سیال‌ حسین امیر عبداللهیان سره وکتل.
د ايران د بهرنيو چارو وزير په دغه کتنه کې له خپل افغان سيال څخه د فلسطين په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې د ګډون له کبله مننه وکړه او د دغه قضیې په اړه يې د اسلامي امارت د مثبت دریځ ستاینه وکړه.
په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د کابل او تهران ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، سوداګريزو او ټرانزیټي اړیکو کې د لا پیاوړتیا په موخه د مؤثرو اقداماتو یادونه وکړه.
امیرخان متقي همدارنګه په ایران کې د افغان بندیانو او کډوالو د وضعیت او ستونزو د حل په موخه له خپل ایراني سیال سره مفصلې خبرې وکړې، چې د یادو شویو مواردو په اړه د ایراني سیال له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پرون د ايران په پلازمېنه تهران کې د فلسطين په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې د ګډون په موخه ايران ته په رسمي سفر تللی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته