خبرونهسیاستTOP

د بغلان والي د شمال ختیځ زون لپاره UNDP له مسؤل سره په ناست کې د متوازنې پراختیا په پلي کولو ټینګار وکړ

کابل، د وری ۲مه، باختر 

د بغلان والي په خپل کاري د فتر کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د شمال ختیځ زون له مسوول خوشنید ستاراوف او د دې ادارې له کارکوونکو سره په ناسته کې د متوازنې پراختیا په پلي کولو ټينګار وکړ.

د یاد ولایت والي مولوي عبدالرحمن حقاني وویل، چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام دې په بغلان ولایت کې د پروژو په تطبیق کې د متوازنې پراختیا په پلې کولو  او بې وزلو کورنیو ته د دې ولایت په ګوټ ګوټ کې د یو شان مرستو په رسولو کې خپلې هڅې ترسره کړي.

حقاني په شمال ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له مسوول څخه وغوښتل چې بنسټیزې او پراختیايي پروژو دې د بغلان د اوسېدونکو د ستونزو د حل په موخه ترسره کړي څو خلکو ته په بېلابېلو برخو کې آسانتیاوې رامنځته شي.

په ورته وخت کې د شمال ختیځ زون د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام مسوول ستاراوف وویل، چې په روان ۱۴۰۳ کال کې ګڼې پروژې به په دغه ولایت کې پلي شي او د بغلان د اوسېدونکو یادې ستونزې به هم د حل په موخه له خپل مرکزي دفتر سره شریکې کړي.

د بغلان اوسېدونکي مجتبی او فرهاد وویل، چې د بنسټیزو او پراختیايي پروژو په پلي کېدو سره د بغلان اوسېدونکو ته اسانتیاوې رامنځ ته کېږي او اړتیا ده چې مرستندویه سازمانونه او بنسټونه په دې برخه کې هلې ځلې ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته