خبرونهاقتصاد

د بغلان د اتحاد جرېدې عواید ۳ برابره زیات شوي 

کابل، د کب ۲۸ مه، باختر

د بغلان د اتحاد جریدې د اعلاناتو عواید د تېرکال په پرتله درې برابره زیات شوي دي.

د بغلان د اتحاد جریدې مدیرمسوول سید عبدالله سادات د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د روان کال په بهیر کې د اتحاد جرېدې د اعلاناتو له درکه ۱ میلیونه ۷۶ زره ۵۵۰ افغانۍ راټولې او د دولت خزانې ته یې سپارلې دي.

دا  په داسې حال کې ده چې د تېرکال عواید څه باندې ۳۵۰ زره افغانۍ و چې د سږ کال عواید د تېر کال په پرتله ۳ برابره زیاتوالی ښيي.

په ورته وخت کې د اتحاد جرېدې د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د خپرونو لومړنۍ چاپي خپرونه ده، چې له څه باندې سلو کلونو راهيسې د اطلاعاتو په برخه کې فعاليت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته