سیاستخبرونهاقتصادTOP

د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي ستونزو د حل په تړاو غونډه ترسره شوه

کابل، د کب ۲۱مه، باختر

پرون د ایران په کمیسارۍ کې د ایران او افغانستان د سرحدي استازو په ګډون د سرحدي ستونزو د حل او د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه غونډه جوړه شوه.

د ٢٠٧ الفارق قول اردو وياند عزت الله سعيدي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې غونډه کې د ایران له لوري د تهانه تپې سیاه ته څېرمه د سړک جوړولو او دغه راز د اسلام قلعه ګمرک او د دوغارون ګمرک د سرحدي عسکرو او مجاهدینو ترمنځ د شخړې په اړه خبرې وشوې.

سعیدي زیاته کړه چې په دې غونډه کې د دغو ستونزو په هواري پرېکړه وشوه چې اوسمهال د مسافرو تګ راتګ بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

هغه وویل چې د افغان سرحدي چارواکو په پلاوي کې د ۲۰۷ الفارق قول اردو د پنځمې سرحدي لوا قومندان محمد رحیم خادم، د درېیم سرحدي کنډک قومندان، د اسلام قلعه ګمرک مرستيال او د پنځمې سرحدي لوا د افراسيون قوماندان ګډون کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته