کابل، د سلواغې ۳مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت د یونېسف مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د اوبو د کموالي ستونزې په اړه مشورتي ورکشاپ ترسره کړ.
د دغه ورکشاپ د ترسره کولو موخه، د کابل ښار د اوبو سرچینو د ښه مدیریت لپاره د وړاندې شویو طرحو وروستي کول او په دغه ښار کې د اوبو د کموالي د ستونزو هوارول ویل شوي دي.
باختر آژانس ته د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دغه ورکشاپ کې چې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو سکتور رئيسانو، د یونېسف مؤسسې د «واش» پروګرام رئيس او د کابل ولایت د مقام او د دغه ولایت د سکتوري ریاستونو استازو ګډون کړی و؛ د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس انجنیر حبیب الرحمن حقپال؛ د کابل ښار د اوبو سرچنیو د وضعیت په اړه پرزنټېشن وړاندې کړی او ګډونوالو هم د موضوع اړوند خپل نظریات شریک کړي دي.
د ګډونوالو د نظریاتو او تخنیکي تجربو تر شریکولو وروسته، لازم تصمیمونه نیول شوي او ویل شوي چې په کابل ښار کې د اوبو د کموالي ستونزې د هوارولو طرحې او پروپوزلونه وروستي او په راتلونکي کې د عملي اقداماتو په موخه اغېزمن ګامونه پورته شي.