سیاستخبرونهTOP

د انتالیا دیپلوماسۍ فورم ته د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وینا

کابل / د کب ۲۴ مه / باختر

ځای: انتالیا، ترکیه

وخت: ۱۱ – ۱۳ مارچ، ۲۰۲۲

بسم الله الرحمن الرحیم

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم امابعد:

د انتاليا ديپلوماسۍ فورم درنو ګډونوالو!

له هر څه نه مخکې اجازه راکړئ چې د ترکیې جمهوریت له ولسمشر رجب طیب اردوغان او قدرمن ورور، د بهرنیو چارو وزیر، مولود چاوش اوغلو څخه مننه وکړم چې د انتالیا دیپلوماسۍ فورم د نوښت له لارې يې موږ او تاسې سره یو ځای کړو.

د انتالیې دیپلوماسۍ فورم د اوسنۍ ناستې سرلیک ریکوډینګ دیپلوماسي یا د دیپلوماسۍ بیا تعریف را ته په زړه پورې وو. په نړۍ کې د زرګونو دپلوماتيکو ماموريتونو او لسګونو زرو دیپلوماتانو له فعاليت سره، سره د نړۍ په ګڼ شمیر هيوادونو کې د جګړو او د جګړو د ځاني او مالي عواقبو موجوديت، او د دغو جګړو په مخنيوي او عادلانه هواري کې د هيوادونو او نړيوال نظام د دپلوماتيکې دستګاه ناکامي، بلکې د جګړو په پيلولو،‌ تودولو او غځولو کې د منفي دپلوماسۍ لاس، د دې ښکارندوی دي چې د دیپلوماسۍ په اوسني تعريف کې ژور خلل موجود دی او دا خلل د دپلوماسۍ پر اوسنيو طريقو او جوړښتونو د مخلصانه بياکتنې له لارې اصلاح کېدل غواړي.‌

په دپلوماسۍ کې دا ژور خلل د افغانستان په څېر هيوادونه چې څه باندې څلور لسيزې يې د دغې ستونزې ناوړه عواقب ګاللي، ښه درک کولی شي.

مونږ په دې باور يو چې دیپلوماسي بايد جګړو ته د مشروعيت ور کولو په هدف نه، بلکې د جګړو د مخنيوي په هدف وي؛ او يوازې د لويو قدرتونو د منافعو او ايډيالوژيو د ترويج وسيله نه، بلکې نظامي ځواک ته له پام پرته د هيوادونو د استقلال، هويت او مشروع منافعو د ساتنې وسيله وي. مونږ په دې باور يو چې دپلوماسي بايد يوازې د کمزورو اړتيا نه، بلکې د لويو قدرتونو اړتيا هم وي.

د همدغه باور پر اساس په ۲۰۰۱م کال کې زموږ مشر مرحوم امیرالمؤمنین  ملا محمد عمر مجاهد امریکايي لوري ته د خبرو وړانديز وکړ، مګر د امریکا د هغه وخت ادارې یوازې پر پوځي یرغل ټینګار درلود. د وسله وال يرغل پر وړاندې وسله وال مقاومت زموږ مسؤوليت او مجبوريت وو. مګر سره له هغې هم چې کله امريکا په ۲۰۱۰م کال کې خبرو ته حاضره شوه، تماسونه مو پیل شول او د مخلصانه دیپلوماسۍ لاره مو ونيوله چې پايله يې د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې تړون شو چې له برکته يې له افغانستان څخه بهرني ځواکونه ووتل او نړۍ ته اطمینان ورکړل شو چې د افغانستان خاوره به د چا پر خلاف نه کارول کېږي.

درنو حاضرینو!

د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵مې له تحول وروسته هم موږ له ټولو اړخونو سره د دپلوماسۍ او خبرو اترو لاره غوره کړې. خپلو ټولو سياسي او نظامي مخالفينو ته مو عمومي عفوه کړې او دا عفوه مو په عمل کې ثابته کړې. د نړۍ له هغو هيوادونو سره عملاً مخلصانه راشه درشه لرو چې شل کاله يې زمونږ په هيواد کې جګړه کوله.

افغانستان غواړي د ماضي پاڼه واړوي او له سيمې او نړۍ سره د تفاهم،‌ مشترکو مشروع ګټو او همکاریو پر اساس پر مخ لاړ شي. په داسې حال کې چې د سیمې او نړۍ ټولو دولتونو ته یو ځل بیا ډاډ ورکوو چې د افغانستان خاوره به د نړۍ د سولې او امنیت پرخلاف نه کاريږي، له نورو هيوادونو څخه هم د بالمثل عمل غوښتنه کوو.

له څلورو لسيزو جګړې راوتلي هيواد په توګه د نړۍ له هيوادونو غواړو چې له سياسي پلوه باثباته او له اقتصادي پلوه خودکفا افغانستان په جوړولو کې له مونږ سره همکار شي او د افغانستان د مرکزي بانک کنګل کړې شتمنۍ په بشپړه توګه خوشې کولو او پر افغانستان لګيدلي اقتصادي‌ بنديزونه لرې کولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان له خلکو سره د دوستو هيوادونو د بشري مرستو د قدردانۍ تر څنګ د نړۍ له هيوادونو څخه هيله کوو چې له افغانستان سره د پايداره اقتصاد د بنسټونو کېښودلو په موخه پرمختيايي مرستې وکړي.

د سرتاسري امنیت، د فساد له منځه تلو او یوه متعهد حکومت د لرلو له برکته افغانستان چمتو دی چې په سیمه کې د لويو اقتصادي پروژو د پلي کېدو له لارې د امن پر سنګر او د سیمه ییز اقتصادي اتصال او ښېرازۍ پر مرکز بدل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به د دیپلوماسۍ له لاري له تاسي سره په ټولو مثبتو چارو کي همکار او د غوره منل شویو دیپلوماتیکو اصولو په ترویج کې ستاسې تر څنګ ولاړ وي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته