کابل باختر د چنګاښ ٢٦ :
د ابن يمين شبرغاني د عالي ليسې په انګړکې د يوې نوې ودانۍ د جوړولو کار نن پيل شو.
دجوزجان ولايت دپوهنې رييس عبدالحى يشين باخترآژانس ته وويل: دغه ودانۍ د ٩٧ متره مربع ځمکې په ساحه کې له نشه يي توکوسره د مبارزې د چارو وزارت له خوا د څلور ديرشو مليونو افغانيو په لګښت په يوکال کې جوړيږي.
يشين زياته کړه : په دې ودانۍ کې ديرش درسي او اووه اداري خونې، د اوبو دڅاه کيندل او دوه سوه ميزونه او څوکۍ په پام کې نيول شوى دى.
دجوزجان ولايت له نشه يي توکوسره دمبارزې د چارو رييس غلام سخي رضواني وويل: په تيرو پنځوکلونوکې دا څلورمه پروژه ده چې دکوکنارو د صفر کيدو په باب له نشه يي توکوسره د مبارزې دچارو د وزارت له خوا په جوزجان ولايت کې تطبيقيږي.
په دې ليسه کې اوس څه دپاسه څلور زره تنه زده کوونکي په دريو ټايمونوکې ترخيمولاندې په زده کړه بوخت دي.
0 1 دقیقه لوستل