خبرونهاقتصادTOP

د افغانستان بانک مسئولینو او د سوداګریزو بانکونو استازو، پر مالي او بانکي موضوعاتو خبرې وکړې

کابل، د وري ۱۴مه، باختر

د افغانستان بانک د سرپرست هدایت الله بدري په مشرۍ، د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د دغه بانک د مسئولینو ناسته ترسره شوه.

باختر آژانس ته د افغانستان بانک د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې د صعب الحصول پورونو، اسلامي بانکوالۍ د محصولاتو، د بانکي ستونزو د حل په موخه د ځانګړې محکمې د رامنځته کولو، د پیسو د لېږد ( ټي.ټي)، د پورونو د ورکړې په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو او ځنیو نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

د افغانستان بانک سرپرست، پر یادو مواردو د خبرو ترڅنګ؛ د افغانستان بانک له اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی او د سوداګریزو بانکونو له استازو یې غوښتي چې د هېوادوالو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته