سیاستخبرونهTOP

د افغانستان او برتانيې ترمنځ د اړیکو پر پياوړتيا ‏او بشري مرستو خبرې وشوې

کابل، د کب ۱۱مه، باختر
‏د افغانستان لپاره د برتانیې سفارت شارژدافير رابرټ ډیکسن د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معين شېر محمد عباس ستانکزي سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د یو لړ دوه اړخیزو او څو اړخیزو سیاسي مسایلو په ګډون؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پياوړتيا ‏او بشري مرستو خبرې وشوې.
په کتنه کې همدا‌ رنګه، په نړيواله کچه د ښې همغږۍ او بنسټیزو اړیکو د رامنځته کولو خاطر، د افغانستان په تړاو د نړیوالو ناستو د مثمریت لپاره د یو مسئول او حاکم اړخ په توګه، په دغو ناستو کې د افغانستان اسلامي امارت پر ګډون هم ټينګار شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته